کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل):
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر په کابل کې سره کتلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده ناسته کې په بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي بکر د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په چاودونه خواشیني ښودلې او زیاته کړې يې ده، چې هیواد یې د تل په څیر اوس هم له افغانستان سره اوږدمهاله اړيکو ته تیار دی او هڅې کوي چي د افغانانو لاسنیوی وکړي.
همداراز نوموړي څرګنده کړه چې هیواد یې هوډ لرې چې له افغانستان سره د سیاسي تعامل په پار له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي او ويلي دي:«د افغانستان اوسني چارواکي او حاکمیت یې یو واقعیت دی او باید نړیوال ورسره واقعبین چلند وکړي.»
دغه راز د بهرنيو چارو وزير ښاغلي متقي ويلي؛ باید کوشش وکړو نړۍ او افغانستان له یو بل سره نږدې کړو چې ناروې په دې کار کې ښه تجربه لري او رول لوبولی شي په خبره يې د نوي افغان حکومت مثبت اقدامات باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکول شي. په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو.


















