نجیب الله عادل
له نن څخه سل کاله مخکې موږه داسي عظیم خلافت درلود!!!
د ترکانو په اسلامي خلافت کې داسي وخت هم راغلٸ چې اوسني امریکا به مسلمانانو ته له ډاره جزیه ورکوله، 1785 میلادي کال باندي لومړی ځل د امریکا سمندري بیړۍ د خلافتِ عثمانیه بحري ځواکونو په سمندر کې ونېوله، تر 1793 میلادي کال پورې دوولس دانی نورې امریکایې بیړۍ هم د خلافت سمندري ځواکونو ونیولې.
بالآخره ناچاره امریکا له عثماني خلافت سره (توافقنامه) لاسلیک کولو ته اړ شوه، د (باربیرې) Barbary په نوم دغه توافقنامه کې امریکا د لاندینې شرایطو په تعمیل او تکمیل باندي مکلف شوه.
1: امریکا به د خپلو سمندري بیړیو په بدل کې عثماني خلافت ته 463000 ډالره جریمه سمدستي ادا کوي .
2: د امریکا بیړۍ به فقط د بحرِ اوقیانوس او د بحرِ روم په حدودو کې تګ راتګ کولاﺉ شي ددغه په بدل کې به امریکا 642000 ډالره عثماني خلافت ته د (طِلاؤ) په صورت کې مالیه (ټیکس) ورکوي.
3: امریکا به هر کال 12000 ډالره جزیه اسلامي خلافت ته په مستقل ډول ورکوي.
4: له بیړیو سره نیول شویو عسکرو په بدل کې به امریکا 575000 ډالره جریمه خلافت ته جلا ورکوي.
5:امریکا به پخپل لګښت باندي د عثماني خلافت لپاره یوه سمندري بیړۍ هم جوړوې.
د امریکا په تاریخ کې دغه لومړۍ (توافقنامه) وه چې امریکایانو مجبورًا په ترکې ژبه لاسلیک کړه، او په دغه توافقنامه باندي د هغه وخت امریکایې ولسمشر جارج واشنګټن دستخطونه هم مؤجود دي.


















