کابل ټکی کام (شنبه، ۸سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، په ختېځ بیت المقدس کې د یهودانو پر یوه عبادتځای يا (کنیسه) باندې وسله وال برید له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد د جمعې ماښام شوی چې د ځايي امنيتي چارواکو په وينا ۷ تنه پکې وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.
وسله وال کس داسې مهال بريد کړې چې یهودي عبادت کوونکي د دې یهود مېشتې سیمې کنیسه کې له عبادته راوتلي وو.
د اسراییلي پولیسو مشر ‘کوبي شابتی’ دا برید تېرو څو کلونو کې پر اسراییلو د خپلې بڼې تر ټولو خونړۍ برید بللی.
بریدګر د ختیځ بیت المقدس یو فلسطینی وګړی دی چې د پولیسو وينا، تر بريد وروسته د اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
دا برید د لوېدیزې غاړې جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو له مرګونو عملیاتو یوه ورځ وروسته شوی چې د اسراییلي ځواکونو له خوا پنجشنبه د لوېدیزې غاړې جنین ښار کې د يادو عملیاتو په ترڅ کې ۹ فلسطینیان شهیدان کړي وو.