نجیب اللّٰه عادل
د اسلامي تاریخ هغه خوندوره نیټه چې د اسلامي لښکر مج،اهدین په اوسني لندن ښار باندي قابض شول!!!
1816 میلادي کال د مارچ په دوولسمه نیټه د الجزایر یوې غټې سمندري بیړۍ په اوسني لندن ښار باندي حمله وکړه، دغه خونړۍ جګړه په 1815 میلادي کال کې د (وِیانا) له کنفرانس وروسته په الجزایر باندي د برطانیا د یرغل په غبرګون کې وشوه، ویانا کنفرانس د الجزایر د سمندري ځواک د محدودیت ټاکلو لپاره راغوښتل شوی ؤ.
د عثماني خلافت جنرال رییس حمیدو په قومنده کې د الجزایر سمندري ځواکونو لومړی د برطانیا سمندري او دفاعي سیستم ویجاړ کړ، په 43 دانی جنګې بېړیو کې له نصب شویو 450 توپونو څخه په لندن ښار باندي له بمبار وروسته د عثماني لښکر بحرې ځواکونه لندن ښار ته داخل شول، د لندن ښار په لارو کوڅو کې له انګریزانو سره لاس په لاس جګړه پیل شوه، د زرګونو برطانوې عسکرو له وژل کیدو وروسته نیول شوې برطانوې جنرالان او عسکر په غنیمت شویو سمندري بیړیو کې الجزایر ته راوړل شول، چې بیا وروسته د یوې توافقنامی په اساس د جزیې ادا کولو په شرط باندي بیرته برطانیا ته حواله شول، دا هغه وختونو وو چې د نړۍ په بحر او بر باندي د مسلمانانو سیاسي او عسکري راج چلیدو ځکه چې هغه زموږ د عروج زمانه وه او دغه زموږ د زوال وخت دی.