کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت غوښتي چې د ښځينه زدکړو د مخنیوي په برخه کې له سره غور وکړي.
ياد سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه په ټويټونو کې د افغان حکومت له خوا د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د ښځو د ګډون د ځنډولو په اړه خواشینې څرګنده کړې زياتوي: “دا وروستی فرمان هغه بندیزونه نور هم سختوي چې کابل کې د چارواکو له خوا د زدکړو او کار برخه کې د نجونو او ښځو د لاسرسي په اړه اعلان شوي دي.”
دغه سازمان له افغان چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو د زدکړو د مخنیوي برخه کې د وروستي او پخوانیو فرمانونو او د هغوی د پراخو اقتصادي او ټولنیزو اغیزو په اړه له سره غور وکړي.
د جنورۍ په ۲۸تمه طالبانو د یوه مکتوب په خپرولو سره د شخصي پوهنتونو لپاره کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنه وځنډوله او دغو پوهنتونو ته یې امر وکړ د کانکور ازموینې لپاره تر امر ثاني پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ورنکړي.


















