افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر” ملا امیرخان متقي” په پاکستان کې نا امني د دغه هېواد د داخلي ستونزو پایله بللې او ویلي یې دي چې پاکستان باید د پېښور په جومات کې وروستۍ چاودنه په افغانستان پورې ونه تړي.

ښاغلي متقي نن چهارشنبه د سلواغې ۱۲مه، په کابل کې د معتادینو د درملنې د یو مرکز د پرانیستې په غونډه کې په پاکستان کې د نا امنیو لاملونه د دغه هېواد د کورنیو ستونزو ریښه بللې او د پېښور د برید او د افغانستان ترمنځ یې هر ډول تړاو رد کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت ته وړاندیز کوي چې په پېښور کې د وروستي ځانمرګي برید په اړه نورې پلټنې وکړي او په وینا یې چې مرګ‌ژوبلې ته په کتو باید دا چاودنه عادي ونه بلل شي.

نوموړي زیاته کړې چې زه د پاکستان له معززو وزیرانو غوښتنه کوم چې نور ملامت نه کړي او د خپلو ستونزو ریښه په خپلو کې وپلټي.

امیرخان متقي همداراز د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو هغه اندېښنې رد کړې چې ګواکې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدلېږي او زياته کړې یې ده: که چېرې ترهګري په افغانستان کې واى، نور هېوادونه به هم نا امنه واى، په داسې حال کې چې د افغانستان شمالي ګاونډيان په امن کې دي.

د ویلو ده چې دا خونړی ځانمرګی برید د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د پېښور ښار په یو جومات کې وشو چې په پایله کې یې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.

ښاغلي متقي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «رانا ثناءالله» ویلي، دوی داسې اسناد لري چې ښيي په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه له افغانستانه تنظیمېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی و او ویلي یې وو چې دا ډول کړنې د اسلام د دین له احکامو سره په ټکر کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button