حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

افغان چارواکي وايي ، چې حیرتان بندرکې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي او د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد له ملي سوداګرو غوښتي چې له صبر او زغم څخه کار واخلي، هڅه دې وکړي څو عاجل او اړین توکي د اقینې بندر له لاري هیواد ته وارد کړي.

تېره ورځ د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې افغانستان نه و توانېدلی د ريل پټلۍ له پروژې په وخت تخنیکي ساتنه وکړي، نو دوی اړ شول چې د ریل خدمات و دروي.

خو د افغان حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، تعطیل د ازبکستان د ریلوې لخوا رامنځ ته شوی، افغان اورګاډي اداره تخنیکي او عملیاتي اړخ کې کوم مشکل نه لري.

د ریل دغه پټلۍ چې له حیرتان بندره تر مزار شریف ښاره غځېدلې ۷۵ کیلو متره اوږدوالی لري او ۲۰۱۰ کال کې يې پر جوړېدو ۱۲۹ میلیونه ډالره لګښت راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button