غربيان ولي زموږ ځوانانو ته پناه ورکوي؟

حسان مجاهد

کله چې دتبوک له غزا څخه درې تنه صحابه کرام؛ کعب بن مالک، هلال بن أميه او مراره بن ربيع (رضی الله تعالی عنهم) پرته له کوم عذر څخه پاتې شو؛ نو هغه مهال يو نصراني باچا چې غسان نومیده؛ کعب بن مالک ته يو ليک وليږل چې په کې ليکل شوي و « زه خبر شوم چې تاسره خپل ملګري (رسول الله صلی الله عليه وسلم) جفا کړې ده…. ته موږ ته راشه او موږ به ستا ډیر عزت وکړو او وبه دي نازوو» خو کعب (رض) د غسان باچا په دسیسه ښه پوه شو او هغه ليک يې وسوځول.
دلته بايد تم شو اوفکر وکړو چې ولي يو کافر باچا ځوان صحابي ته د خواخوږۍ او غمرازۍ بلنليک ليږي او دوه تنه په عمر پاخه او زاړه صحابه کرام مراره او هلال (رضی الله تعالی عنهما) ته دکوم وړانديز ليک نه ليږي؟!

دکفارو دا ډول دسیسې نن ورځ هم رواني دي، په اسلامي ټولنو کې په دین مستقيم ځوانان او پيغلې له مختلفو لارو په مختلفو بهانو غرب ته تشويقوي لکه: له زدکړو او پرمختګه پاتي کيدل، بې کاري، اقتصادي ستونزي، د بشري حقوقو نه خوندي توب او داسې نور….
په پايله کې يې داسلامي ټولنو ځوان نسلونه دغرب تهذيب او تمدن خپل کړي، دخپل دين (اسلام) او اسلامي تهذيب پر خلاف دښمني پيل کړي، د باطل لارویان او دحق دښمنان وګرځي، کفر ته يې تر اسلام ګټه ډیره رسیږي او په راتلونکي کې همدغه دغرب روزلي کسان بیا په اسلامي نړۍ حاکمان جوړيږي.
نن که له يوې خوا حکومت ته دغه مسؤليت راجع کيږي چې دځوان نسل د تعليم او کار غم وخوري او امکانات ورته برابر کړي؛ له بلې خوا ځوان نسل هم بايد دکعب بن مالک (رض) په څېر دکفارو په خوږو او تير ايستونکو خبرو دوکه نه شي، دوی بايد له خپل هېواده بهر لاړ نه شي او په خپل هيواد کې خپل مسلمان اولس ته خدمت ترسره کړي؛ ځکه کفار دمسلمانانو په هيڅ صورت کې نه شي دوستان کيدلای، هغه کسان چې له هيواده بهر ايستل شوي دي؛ له ډول ډول ستونزو څخه شپه او ورځ کړيږي، چې ښه بېلګه یې د دوبۍ په کیمپونو کې ميشت افغانان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button