پاکستان: لومړي وزیر د ټولو ګوندونو “کنفرانس” د جوړېدو پرېکړه کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” دغه هېواد ته پر ورپېښو سترو اقتصادي او امنیتي ننګونو د بحث لپاره د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف د مشر “عمران خان” په ګډون د یوه ټول ګوندیز کنفرانس د جوړېدو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان د ټولو ګوندونو کنفرانس یا ‘اې پي سي’ به راتلونکې اوونۍ (د فبرورۍ ۷مه) اسلام اباد کې جوړ شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې “شهباز شریف” د عمران خان په ګډون د پاکستان ټولو سیاسي مشرانو ته دغه کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې.
د پاکستان د مرکزي کابینې یوه غړي ‘سردار ایاز صادق’ د پاکستان قامي اسمبلۍ د مخکینې مشر “اسد قیصر” او د دفاع پخواني وزیر “پرویز خټک” له لارې عمران خان ته د شهباز شریف لخوا ‘اې پي سي’ کې د ګډون بلنه رسولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګریوان دی او په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې هم پکې ډېرې شوې دي.
د ویلو ده چې تر اوسه لا مالومه نه ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د لومړي وزیر شهباز شریف غوښتنه ومني کنه؛ خو په تېر کې چې کله هم د پاکستان د بقا خبره راغلی ده ټولو سیاسي مشرانو یو او بل ته لاسونه ورکړي او له ستونزو یې د خپل هیواد د ایستلو لپاره ګډې هڅې کړې دي.



