کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د لویدیځ او ترکیې اړېکې مخ پر خرابېدو دی او ډېرو غربي هیوادونو انقره کې خپل سفارتونه تړلي دي د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا امریکا په ترکیه کې د کودتا کولو په هڅو تورنه کړې ده.
په ورته مهال د ترکیې د کورنیو چارو وزیر «سلیمان سویلو» په انقره کې د امریکا سفیر ته ویلي چې له ترکیې څخه خپل ککړ لاسونه لرې کړئ.
سلیمان سویلو ویلي پوهیږي چې د امریکا سفیر څه کوي او کوم ګامونه یې اخیستي او خبرداری یې ورکړی چې خپل ککړ لاسونه له ترکیې څخه لرې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د امریکا هر سفیر چې انقرې ته رسیدلی په ترکیې کې یې د کودتا لپاره هڅې پیل کړي دي.
د ویلو ده چې په سوېډن، فولینډ او ډنمارک کې قرانکریم ته د بې حرمتۍ کولو څخه وروسته د ترکیې او لوېدیځ ترمنځ اړېکې ترینګلې شوې دي او انقره کې د سوېډن په ګډون د ډیرو غربي هیوادونو سفاروتونه تړل شوي دي.















