د متقي او القحطاني لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړېکو ترڅنګ په ګڼو موضوعاتو خبرې شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

نن د اسلامي امارت په رهبرۍ د دافغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر “ملا امیرخان متقي” سره د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې د قطر هيواد بهرنيو چارو وزير ځانګړي استازي “دکتور مطلق بن ماجد القحطاني” او مل پلاوي سره لیدلي.

په دغه ناسته کې د دواړو لوريو تر مينځ د علاقي وړ موضوعاتو تر څنګ په سياسي همکاريو، د دوه اړخیزو اړيکو پر پياوړتيا او بشري مرستو کې د قطر “الخيرية بنسټ” فعاليت باندې مفصلې خبرې شوې دي.

په پای کې دواړو لوريو وويل چې شته فرصتونه بايد ښه مديريت او استفاده ترې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button