کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت په سفارت کې نن “کشمیریانو” سره د یو والي ورځې” په مناسبت یوه غونډه جوړه شوه چې له کشمیري ولس سره د یو والي څرګندونه پکې وشوه او د هندي ظالمو ځواکونو پر وړاندې د خپل حق او د خپلواکۍ لپاره د جمو او کشمیر د خلکو قربانیو ته درناوی وړاندې شو.
په دې مراسمو کې په کابل کې د پاکستان د سفارت چارواکو او پاکستاني اتباعو هم ګډون وکړو.
غونډه د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پاکستان ملي سرود وغږول شو.
د پاکستان د ولسمشر، لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر پیغامونه هم ولوستل شول، ورپسې د کشمیر په اړه مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو.
ورپسې کابل کې د پاکستاني سفارت چارسمبالي “محمد جنید وزیر” وینا وکړه او وې ویل هندي ځواکونو ۷۵ کاله وړاندې د کشمیریانو د ارادې خلاف د ډوګرا راج په ملګرتيا په ۲۷ اکتوبر ۱۹۴۷ کې په جمو او کشمیر غیرقانوني قبضه کړې وه. نوموړي وویل چې هندی فوځ او حکومت د هر ډول غیر انساني تکتیک په کارولو سره د بې عدالتي وژنې، شکنجه کولو، جبري ورکیدو او د پیلټ ټوپکونو کارولو سره سره د آزادۍ غورځنګ په ځپلو کې ناکامه شول.
هغه زیاته کړه چې د وادی خلک د عدالت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو سره سم د ټولپوښتنې د ترسره کولو د ژمنې د پوره کولو لپاره نړیوالې ټولنې ته سترګې په لار دي.
هغه د فبرورۍ د پنځمې نېټې تاریخي اهمیت هم روښانه کړ.
نوموړي په جمو او کشمیر کې د کشمیريانو سره د بشپړ پیوستون څرګندونه وکړه او د هندي اشغالګرو ځواکونو لخوا د دوامداره ظلمونو غندنه یې وکړه
هغه د هند د حکومت لخوا په 5 اګست 2019 په غیرقانوني اقدام هم نیوکه وکړه چې پکې د کشمیریانو د محرومولو لپاره د وادي د ځانګړي حیثیت ختمول شامل دي.
په دې موقع دچارج ډي افيئرز د كشميري وروڼو سره د قوي ملاتړ ژمنه وكړه او وې ويل چې پاكستان به د كشمير اولس د حق خوداراديت لپاره د هغوي په منصفانه مبارزه کې د هغوي سفارتي، اخلاقي او سياسي ملاتړ جاري ساتي.
د ویلو ده چې نن د فبرورۍ پنځمه نېته د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کشمیریانو سره د یو والي ورځې د نمانځلو په مناسبت سترې غونډې ترسره شوې دي.
















