د ترکیې زلزله کې تر اوسه د ۷۶ تنو د مړه کېدو او ۴۰۰ تنو ټپيانو راپور ورکړل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، نن سهار د رېښتر په کچه ۷،۸ اته درجې زلزلې د ترکیې جنوب ختیځه برخه لړزولې ده.

يادې زلزلې د ترکیې تر څنګ په ګاونډي هېواد سوریه کې هم ځینې ودانۍ نړولي او درنه مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

الجزيرې او ځينو نورو رسنيو ليکلي، چې د يادې زلزلې له امله ۷۶ کسان مړه شوي او ۴۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي، خو د ترکيې چارواکيو ويلي ممکن د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه ګڼې ودانۍ نړېدلې دي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې په دیاربکر ولایت کې ۷ ودانۍ نړېدلي او خلک ترې لاندې راګیر پاتې دي.

په سوريه کې هم چارواکي وايي، چې ودانۍ نړېدلي او خلک تر لاندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button