مجاهد: د مسکو غونډې ته دې د افغان حکومت استازی هم ور وبلل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د سیمې هېوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو غونډې ته چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د افغانستان په تړاو په مسکو کې جوړه شي، د ا.ا استازی نه دی بلل شوی.
د ا.ا ویاند وايي تمه لري چې په دغې غونډه کې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په هکله هم خبرې وشي.
مجاهد د دغې غونډې له جوړوونکو غواړي چې، دغې غونډې ته دې د افغان سرپرست حکومت استازی هم وروبولي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له روسیې ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې، په یاده غونډه کې به د مرکزي آسیا هېوادونه، چین، هند، پاکستان او ایران هم ګډون ولري.
د ویلو ده چې مسکو له څه باندې یو نیم کال راهیسې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ دوه غونډې جوړې کړي او په هغو غونډو کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، ملي خبرو اترو، د بشري حقونو د رعایتېدو او ملي پخلاینې په تړاو خبرې شوې وې.



