راپورتاژ: عاصم
د پاکستان خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې د تیرو کلونو په شان سږ کال یوځل بیا له سترې دیني مدرسې جامعې حقانیې څخه سلګونه علماء کرامو د فراغت ویاړ تر لاسه کړ.
د حقانیې دې تاریخي جلسې ته له ډیرو لرې لرې سیمو څخه د مدرسې او فاضلانو میلمانه وردعوت شوي وو، خو داچې موسم باراني وو؛ یاد محفل یې لږ کم رنګه کړی وو.
دا مراسم نن د حوت پر ۲۱ مې د شنبې پر ورځ ماسپښین ۱ نیمه بجه پیل، او تر ۴ نیمو یې دوام وکړ. د جامعې یو شمیر استاذانو فاضلانو ته د تشویق، او میلمنو ته د ښه راغلاست په پار لنډې خبرې وکړې.
له خبرو وروسته ختم بخاري، او بیا مفصله دعا وشوه، وروسته د دستاربندۍ مراسم تر سره شول او یاد بابرکته مجلس د فاضلانو له رخصتۍ سره پایته ورسېد.
له حقانیې مدرسې څخه یو طالب العلم کابل ټکي کام ته وویل چې دا کال ۱۵۰۰ شاوخوا علماء، ۶۰ تنه حافظان او ۳۰ تنه مفتي صاحبانو ته د فضلیت پګړۍ ور پر سر کړل شوې.
دا عدد فاضلان په اوسني دور کې له هیڅ دیني مرکز نه فارغیږي، ځکه خو جامعه حقانیه د خپل نام تر څنګ په دیوبند ثاني پیژندل کیږي چې د زرګونو په تعداد کې فضلاء، او لکونه مینوال لري.
جامعه حقانیه چې لومړی مؤسس یې شیخ عبدالحق دیوبندي، دویم مهتمم یې شهید شیخ سمیع الحق او دامهال یې دنوموړي ورور شیخ انوارالحق سرپرستي کوي؛ هر کال ترې د سلګونو په تعداد کې علماء کرام فارغیږي او اوسني عصر کې د یو ستر علمي مرکز له جملې حسابیږي.
الله ج دې وفات شویو بانیانو/مهتممینو ته جنت الفردوس، او د ژوندیو په عمرونو کې برکات واچوي. آمین