شعر/ ثاقب خپلواک

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د تخلیق کیف چې دې کړلې زمانې ټولې ودانې
د تکوین سِر ته دې ، واړه له پېړېو نه حیرانې

له خواږه خوبه یې، واړه کائنات دي پاڅولي
په نغمو د الاهو شوې، زموږ سیمې مسلمانې

د قدرت نخښې دې،ګورم په رکوع د شنه اسمان کې
د غرور هیلې یې کړلې په سجدو د ځمکې ورانې

د جرس غوندي شرنګېږي، د فضا په پسته غیږ کې
ستا ثنا په ترنم وایې، قطار زاڼې روانې

پېغلې څانګې رپېدلې، د زلمی چنار په مینه
زمزمې د الرحمن مې اوریدلې پر ما ګرانې

چې په ذکر کړي، د لمر حوره خورې زرینې وړانګې
ښکلوي په پستو شونډو، ښکلې پاڼې قدردانې

زه خپلواک د سپوږمۍ سپینې پلوشې غیږ کې رانیسم
د ښایست سیند يې لاهو کړې، زمونږ مستې هیلې ځوانې

مربوطه مطالب

Back to top button