د ترکیې د بیړنيو پېښو مرکز: د زلزلې له امله رامنځته شوې انرژي د ۵۰۰ اټومي بمونو سره برابره وه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

په ترکیه او سوریه کې له خونړۍ زلزلې وروسته د ترکیې د بیړنیو پېښو د ادارې مرکز وايي، چې له دغې ۷،۷ درجې زلزلې څخه خپریدونکې انرژي له ۵۰۰ اټومي بمونو سره برابره وه.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې زلزله کې څه باندې ۲۷ زره کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

له سوریې څخه د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د دغه هېواد په زلزله کې ۵ زره ۱۸۹ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې ولسمشر همداراز وویل چې په دغه هېواد کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۱ زره او ۸۴۸ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۸۰ زره ۱۰۴ ته رسېدلی دی.

رجب طیب اردوغان په دیار بکر کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دا زلزله د ۱۹۹۹ کال د زلزلې په پرتله درې برابره لویه او ویجاړونکې ده.

د ترکیې د ولسمشر په وینا دا پیښه د ترکیې په وروستیو یادونو کې تر ټولو ستر ناورین دی.

مربوطه مطالب

Back to top button