دوستم: ازبکستان او تاجکستان دې د پخواني پوځ چورلکې د مقاومت ځواکونو ته ورکړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د ملي تحریک ګوند مشر عبدالرشید دوستم له ازبکستان او تاجکستانه غوښتي چې د افغانستان د پخواني پوځ تښتول شوې چورلکې کې دې د مقاومت ځواکونو ته ورکړي.
دوستم ويلي ، له دغو چورلکو څخه باید په ولایتونو کې د مقاومت ځواکونه د افغانستان د اسلامي امارت حکومت پرضد ګټه واخیستل شي.
دوستم دغه څرګندونې په لندن کې د اندراب ولسوالۍ د مقاومت د جبهې د وژل شوي قوماندان خیرمحمد خیرخواه د فاتحې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې.
د تېر حکومت پيلوټانو د افغانستان د پوځ اړوند څه باندې ۴۰ چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته ولېږدولې چې د اسلامي امارت حکومت په بيا بيا غوښتنه لا هم بېرته افغانستان ته نه دي ورکول شوي.
د ازبکستان حکومت د روان کال په مې میاشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې او الوتکې به طالبانو ته نه سپاري.
د افغانستان لپاره د ازبکستان استازي عصمت الله ایرګاشیف ویلي، دا پوځي وسایط د امریکا ملکیت دی او د واشنګټن له موافقې سره سم به په ازبکستان کې ساتل کېږي.
د يادونې ده، چې پخواني جنګسالارران او د امريکا اشربڼي د عطانور، دوستم او ځينو نورو په شمول ترې د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو له ويرې په حیرتان بندر کې چالان موټر پاتې شول او خپله په پياده ډول ازبکستان ته واوښتل.
نوموړو د افغانستان د اوسني حکومت مخالفين او باغيانو يوځل بيا هڅې پيل کړي او وخت ناوخت غونډې کوي ترڅو افغانستان يوځل بيا نا امنه او په يو بل انقلاب ورګډ کړي.



