ذ.مجاهد: حکومت هغو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې “یوازې منفي خبرونه خپروي”

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان اسلامي امارت حکومت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد ویلي چې حکومت هغو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې “یوازې منفي خبرونه خپروي”.
ښاغلي مجاهد دا څرګندونې پرون (یکشنبه، ۲۳ دلوه) د کابل پوهنتونونو د استادانو په علمي غونډه کې وکړې ويې ویل: «ځینې خپرونې چې د امارت پر ضد له هیواده بهر راځي ټولې منفي دي، مثبتې کړنې او لاسته راوړنې یې نه انعکاس کوي، دا مطبوعات دښمن دي او طالبان اجازه نه ورکوي چې داسې مطبوعاتو ته اجازه وکړي.»
هغه زياته کړه چې دا رسنۍ “د [بهرنیو] استخباراتي ګټو لپاره ګمارل شوي.”
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې د رسنیو فعالیتونه باید د اسلام، ملي ګټو او ملي یووالي د اصولو په چوکاټ کې وي.



