ترکیه: افغانستان سره مو اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

په افغانستان کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سياسي مرستیال سره د لیدنې پر مهال ويلي چې له افغانستان سره یې اړيکې د پراخېدو په حال کې دي او هېواد به يې تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره وليدل.
سرچینه زیاتوي، ستانکزي په ترکيه کې د وروستۍ زلزلې په اړه له نوموړي سره غمرازي وکړه، د پېښې قربانيانو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته د روغتيا غوښتنه وکړه.
سرچینه وایي د ترکیې سفیر د اسلامي امارت له اعلان شوې مرستې او غمرازۍ مننه وکړه او زياته يې کړه چې له افغانستان سره يې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او دغه هېواد به تل د خپلو افغان ورونو ترڅنګ ولاړ وي.

مربوطه مطالب

Back to top button