د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د دوه کلنو همکاریو تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

افغان حکومتي چارواکي وايي، چې له ازبکستان سره یې د اورګاډي پټلۍ د دوه کلنې همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي چې له دې مخکې ازبکستان ته هم تللی و، د اورګاډي پټلۍ په برخه کې د دوه کلنو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

دغه پلاوي له ازبکستان څخه تر راستنېدو وروسته وویل چې د ازبکستان له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د ستونزو د حل په موخه دوه کلن تړون لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د اوسني لومړي وزير اقتصادي مرستيال مولوي عبدالله ابدالي وويل: د ازبکستان له چارواکو سره له اوږدو او اغېزمنو خبرو اترو وروسته، د اورګاډي پټلۍ په برخه کې رامنځته شوې ستونزې هوارې شوې او له دغه هېواد سره يو تړون لاسليک شو.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رئيس ملا بخت الرحمن شرافت هم وويل، چې د حيرتان په بندر کې د اورګاډي پټلۍ د فعاليت له څو ورځو ځنډ وروسته او له ازبکستان سره د نوي تړون په لاسليک سره د سوداګريزو مالونو د لېږد پروسه پيل شوې ده.

هغه زیاته کړه: دغه قرارداد د اسلامي اصولو او د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ لاسلیک شو.

د شريف په وينا، په دغه قرارداد کې ازبک لوري ژمنه کړې، چې د سوداګرۍ پر تبادلې سربېره به د اورګاډي پټلۍ په برخه کې د افغان متخصصينو د روزنې او چمتو کولو چارې چټکې کړي.

د ازبکستان استازي “جمشید بابل” هم په دې خبري ناسته کې وویل، چې هېواد به یې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ له افغانستان سره د توکو د لېږد رالېږد د پراختیا او اسانتیا په برخه کې همکاري وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button