افغان حکومت سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د سلواغې ۲۶ مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

د ۱۴۰۱لمریز کال د سلواغې یا دلوې د میاشتې ۲۶ مه له افغانستانه څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او وتلو له ۳۴ مې کلیزې سره برابره ده.

۳۴ کاله وړاندې په همدې ورځ شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، او افغانستان د شوروي د سرو لښکرو له اشغال څخه خلاص شو.

مربوطه مطالب

Back to top button