د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې یومیکو تاکاشیما له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې په يوې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان ۹۸ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او د هېواد له نیمايي ډېر وګړي بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.

يومیکو تاکاشیما ویلي: “یو له هغو شیانو څخه چې زه له بسپنه ورکوونکو څخه غوښتنه کوم هغه دا دی چې موږ هره ورځ خلک ځوروي. موږ دلته په افغانستان کې یو او غواړو له خلکو سره مرسته وکړو.”

په عين حال کې د ملګرو ملتونو د دغه سازمان مرستیاله زیاتوي چې په پکتیکا ولایت کې یې له شاوخوا ۱۳۰۰ کورنیو سره د کورونو د جوړولو په برخه کې مرسته کړې ده.

له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې مهمې بولي.

ښاغلي مجاهد وویل: نړۍ باید د افغانستان له خلکو سره همکاري زیاته کړي، ستونزې باید حل شي او بله خبره دا ده چې د افغانستان له ثبات او امنیت سره مرسته د ټولې سیمې او ټولو هېوادونو په ګټه ده. اسلامي امارت له هغو مرستو منندوی دی چې تر اوسه ورسره شوي دي، دا اسلامي امارت دی چې نورې مرستې په شفافه توګه وویشي».

مربوطه مطالب

Back to top button