د لیبیا سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۷۳ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي چې د ليبيا په ساحلي اوبو کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۷۳ تنه مړه شوي دي.
دغه سازمان وايي پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده او اوو تنو نورو چې په کښتۍ کې سپاره وو ځانونه ساحل ته رسولي او اوس تر درملنې لاندې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کښتۍ د ليبيا د طرابلس ښار د قصر الخيار له ساحل څخه د اروپا په لوري حرکت کړی و.
د ليبيا سواحل او د مدیتراني بحیره اروپا ته د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه قاچاقي لار بلل کېږي خو هر کال په کې زرګونه کسان هم ژوند له لاسه ورکوي.
د کډوالۍ د سازمان د راپور په اساس له ۲۰۱۴ کال راهیسې د مدیتراني په بحيرې کې نږدې ۲۶۰۰۰ کسان غرق شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button