کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې په ترکیه او سوریه کې د تیرې اوونۍ د زلزلې له امله د تلفاتو کچه مخ پر لوړېدو ده، ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستاني ژغورنډلو تر اوسه سلګونه کسان ژغورلي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان یو د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې د زلزلې په لومړۍ ورځ یې د خپلو سلګونه پوځیانو په ګډون د ژغورنې ټیمونه او اولیه کومکونه زلزله ځپلو سیمو ته ورلیږلي او تر اوسه یې په سلګونو کسان ژغورلي او له زرګونو کسانو سره یې مرستې کړې دي.
د ویلو ده چې په ترکیه او سوریه کې د تیرې اوونۍ د زلزلې په پایله کې تر اوسه د ۳۸۰۰۰ کسان مړینه تایید شوې ده او زرګونه کسان لا هم تر نړیدلو ودانیو لاندې دي چې ویل کېږي د قربانیانو شمېره به ورسره دوه برابره ډیره شي.
















