د کندهار میرویس روغتون له ۶۵۰ بسترونو څخه ۱۰۰۰ بسترونو ته لوړ شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

روغتيايي مسوولين وايي، چې کندهار کې د میرویس روغتون يې له ۶۵۰ بسترونو څخه ۱۰۰۰ بسترونو ته لوړ کړي دي.

دغه روغتون د هېواد په سوېل کې تر ټولو ستر روغتيايي مرکز دى او د کندهار تر څنګ د هلمند، اروزګان، زابل او نيمروز ولايتونو ناروغان هم ورته د درملنې لپاره ورځي.

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال مولوي اسحاق صاحبزاده وايي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار میرویس روغتون ته نږدې پنځه زره ناروغان د درملنې لپاره راځي.

د هغه په ​​وينا، دا شمېره هره مياشت نږدې ١٥٠زره ناروغانو ته رسېږي، چې په شته امکاناتو يې درملنه نه کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویلي، چې د دغه روغتون له پراختیا وروسته به یې پرسونل له ۸۲۰ تنو څخه ۱۵۶۵ ډاکټرانو، قابلو او نرسانو ته لوړ شي.

د روغتیايي چارواکو په وينا، هڅه کوي چې د کندهار په ولسوالیو کې هم روغتیايي خدمات تر پخوا لا زيات او ښه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button