بدخشان کې د ریختر په کچه ۴،۷ درجې زلزله شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې زلزله شوې، خو تر اوسه د زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د امریکا د ځمکپېژندنې مرکز وايي، چې د ريښتر په کچه دا زلزله ۴٫۷ درجې وه چې تېره شپه لس نيمې بجې رامنځته شوې او مرکز يې د فيض اباد ښار و.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي هم د زلزلې ټکانونه تاييد کړي خو وايي، چې زلزله د ولایت د مرکز فیض اباد ښار په ۲۱ کیلو مترۍ کې د هندوکش په غرونو کې شوې ده.
د يادونې ده، چې پنځه ورځې مخکې هم په بدخشان ولایت کې د ۴،۴ درجې زلزله شوې وه.



