په افغانستان، سیمې او آسیا به د چين او ايران اړيکې څه تاثیر ولري؟

عبدالرحيم ترين
د ايران ولسمشر ابراهيم ريسي تيره اوونۍ په درې ورځني رسمي سفر چې د چينايي سيال لخوا بلل شوئ وو، چين ته لاړ.
ياد سفر د افغانستان، سیمې، آسيا او نړۍ لپاره خپل ځانګړئ ارزښت لره.
دا سفر چې درې ورځې یې دوام وکړ د آسیا دې دوو قدرتونو په هر اړخيزو موضوعاتو خبرې او توافقات وکړل.
چين ته د ريسي دې سفر په هماغه لومړۍ ورځ او شيبو کې د ايراني ټولنيزو رسنيو کارکوونکو ترمېنځ ناندرۍ راپورته کړې، يادې ناندرۍ له هغه وروسته پيل شوې چې د ايراني ولسمشر په بېجينګ کې د ښه راغلاست لپاره د چين ولسمشر يو ټيټ رتبه حيات ور وليږه. د ښاغلي ريسي سياسي مخالفينو په خپل ذات کې دا د ايراني ولسمشر بې عزتي ياده کړه او د نه ارزښت ورکولو سره يې په خپلو واکمنو نيوکې وکړې چې ګواکې د چين، روسې او ترکیي ولسمشرانو له راتګ سره تهران ته خپله د ابراهيم ريسي په شمول ټوله کابينه د ښه راغلاست لپاره هوايي ډګر ته ورځي خو دلته وای د ايراني چارواکو سمه پالنه او احترام ونشو.
راځم په سر کې ددې سفر تأثير په افغانستان باندې لیږ تم کيږم.
ددې سفر يو مهم او اساسي فکتور دي افغانستان روان حالت او له افغان حکومت سره د چين نزدیکيت وو. تاسو ته به معلومه وي چې له فتحې وروسته د سیمې او نړۍ د ټولو هيوادونو په پرتله د چين او افغانستان اړيکې غوړیدلې دي او ددې غوړيدا يو ښکاره ثبوت د افغانستان په نفتو د چين سرمایه ګذاري او په استخراج یې د چين قرارداد ده.
دا قرارداد په حقيقت کې د ايران او نورو ټولو هغو هيوادونو لپاره چې هيواد يې په اقتصادي برخه کې په د نفتو په استخراج اکتفا لري يو بد ګذار او خبر وو.
ايران چې د OPIC يا د نړۍ د تيلو د استخراجي هيوادونو له ډلې يو مهم آسیايي هيواد ده، دې قرارداد ټکان ورکړ. د نفتو له استخراج ور اخوا د امو سیند په اقتصادي برخه کې افغانستان ته د چين نزدیکيت ايران ته يو بد خبر ده او هيڅکله ايران نه غواړي چې افغانستان په پښو ودريږي. خو ايران دا هم نه غواړي چې د افغانستان وضعيت خراب شي او د امریکايي بلاک ضد اسیایي هیوادونو ګډ دښمن داعش دې افغانستان کې وده او ايران وګواښي. ايران اوښيار سیاست کوي او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره يې چین سره خبرې وکړې ترڅو پوه شي چې په افغانستان کې د چین پلان او طرحه څه ده او چين څنګه، څومره او څه ډول غواړي چې افغانستان کې نفوذ ولري چې بيا به دا نفوذ په ايران او د ایران په ګټو څه تاثیر ولري.
زه مطمئن يمه چې ايراني چارواکو ته به چين په دې اړوند قناعت او ډاډ ورکړئ وي خو په دې سفر کې له بيجينګ څخه په افغانستان کې د يو ټول ګډونه حکومت غږ او په افغانستان کې د ښځو د حقونو ورکړه، ټول د ایران په فرمایش وو، چې په چینایي لوري يې ومنل او په ګډه اعلاميه کې يې دې مواردو ته ځای ورکړئ وو.
چين او ايران ته په دې غوښتنو ځکه شرم ده چې دواړه د نړۍ د بشر حقونو ستر تيري کونکي او دیکتاتور رژيمونه لري.
افغانستان کې ثبات بيا هغه نقطه وه چې د دواړو هېوادونو اساسي غوښتنه وه او دواړه په دې پوهيږي چې د افغانستان په بی ثباتۍ سره بيا د امريکايي بلاک يو څوک په دې خاورې واکمن کيدلی شي چې د دواړو هېوادونو ګټې او پرمختګ به په اوبو لاهو کړي.
د متحد چين له نظريې څخه د افغان حکومت ملاتړ يو اساسي علت ده، چې چين نه غواړي افغانستان له لاسه ورکړي، ځکه که په سیاسي لابي ګيرې کې ته د خپلې غوښتنې لپاره يو کمزوری هيواد هم ځان سره ولرې ته ګټونکی یې.
د چين او ايران اړيکې به په افغانستان له منفي تاثيرات وراخوا مثبت تاثيرات لکه پورته یې چې ما یادونه وکړه چې د داعش ګواښ، د دواړو هېوادونو ضد بل نه واکمني افغانستان کې او ښه اقتصادي راکړه ورکړه له ښو مثبتو عواملو څخه وي، خو ياد ولرئ چې ايران هيڅکله هم نه غواړي د خپل هيواد ترټولو اساسي د صادراتو مارکيت چې افغانستان ده له لاسه ورکړې يا په پښو ودريږي.
په سیمه هم دې سفر خپل تاثيرات لرل او هغه تاثيرات د اقتصادي اؤ سياسي ګډو ګټو له امله دي چې ډيرو مواردو کې د چين او ايران هدف یو وي.
آسيا کې بيا د اوکراین او روسیې جګړه او غربي بلاک او امريکا په وړاندې يو موټي کيدل چې د چين او ايران ګټې ګواښي يو ستر علت وو.
ستاسو به ياد وي او جريان کې به یاست چې امريکا په لوی لاس او خپلو تبلیغاتو سره غواړي چې چين او تايوان سره په جګړې کې ښکيل کړي ترڅو د اقتصادي پرمختګ مخه یې ونیسي او همدارنګه د ايران په حکومت بنديزونه آسيا کې د ايران ګټې ګواښل او د سعودي عربستان قدرتمند کيدل هغه موارد دي چې د ايران لپاره د زغم نه دي او د مقابلې لپاره يې چین او روسیې ته لاس ورکوي.
دې سفر کې يو بل مهم اقتصادي ۲۵ کلن تړون چمتو کيدل وو د چين او ايران ترمنځ او همدارنګه د شلو سترو اقتصادي تړونونو لاسليک هم د ايران لپاره حياتي وو.
په دې يارانه ډير بحث او خبرې شته پکې خو ممکن ملګرو لپاره ستړې کيدونکې وي.
تر بيا مو په ستر رب سپارو.



