بلغاریا: پولیسو د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه په یوه لارۍ کې موندلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د بلغاریا چارواکو ویلي، چې پلازمېنې صوفیا ته څېرمه یې په یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندلي دي.
دغه چارواکي وايي چې په دې تړاو يې څلور تنه نيولي دي.
د بلغاریا د روغتیا وزارت ویلي چې د پنځو ماشومانو په ګډون ۳۴ نور کډوال د صوفیا روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه لارۍ د لرګیو د لېږدولو او د ناقانونه کډوالو د لېږدولو پر مهال پټه شوې وه، چې پولیسو د لوکورسکو کلي ته څېرمه وموندله.
د بلغاریا د ملي تحقیقاتو د ادارې مشر بوریسلاو سرافوف خبریالانو ته وویل چې د ځینو پناه غوښتونکو ساه بنده شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه پناه غوښتونکي په ناقانونه توګه د ترکیې له پولې تېر شوي و او دوه ورځې مخکې د بلغاریا سویل ختیځ ښار یامبول ته څېرمه په یوه لارۍ کې د بارولو لپاره په ځنګل کې پټ شوي و.
میدزیدیف خبریالانو ته وویل: “هغه کسان چې په دې لارۍ کې بند پاتې وو د اکسیجن له نشتوالي سره مخ وو. دوی کنګل شوي او له څو ورځو راهیسې یې خوراک نه دی کړی.
بلغاریا په هغه لاره کې موقعیت لري چې د منځني ختیځ او افغانستان څخه پناه غوښتونکي اروپا ته د ننوتلو لپاره کاروي.



