کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ کب، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، د یاد هیواد د استخباراتي ادارې مشر ندیم انجم او یو شمیر نور چارواکي کابل ته راغلي او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې کتلي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړېکو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په هکله خبرې اترې کړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت زیاتوي، په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر ویلي چې اسلامي امارت له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
او زیاته کړې یې ده چې تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د وسله والو ډلو بریدونه ډېر شوي او د تیرې جنورۍ میاشت کې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې د پولیسو په یوه جومات د خونړۍ حملې څخه وروسته پاکستاني حکومت ویلي و، چې یو لوړ پوړی پلاوی به یې کابل ته ځي او له افغان چارواکو سره به خبرې کوي پاکستان تور لګوي چې د پاکستان ضد وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې پر دوي بریدونه کوي؛ خو افغان حکومت یې بیا بیا تورونه ردکړي او ټینګار یې کړی، چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې له افغانستانه په نورو هیوادونو بریدونه وکړي.


















