کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ کب ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان شوي دي.
نړيوالو رسنيو د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۲) خبر ورکړى، چې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
ویل کیږي چې دا برید په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د تیر کال تر ټولو خونړی بريد و.
د فلسطیني چارواکو په وینا، په وژل شویو کې یو ۷۲ کلن سړی هم شامل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم اسرائیلي پوځیانو ورته بریدونه وکړل چې په پایله کې یې یو شمېر فلسطینیان ووژل شول.


















