تاريخ په خبرو نه په عمل جوړيږي !
ژباړه : سلمان قريشي
دا د ( 1957 م ) خبره ده چې د غرب څخه يو نامتو تاريخ پوه ” ټاين ” پاکستان ته د يو تاريخي کنفرانس لپاره دعوت شوى و ـ
کنفرانس څو ورځې دوام وکړ ، کله چې ختم شو نو يو نامتو ليکوال او دولتي کارمند ورڅخه وغوښتل تر څو ورته د يادداشتونو په کتابچه کې يو اټوګراف وليکي ـ
ټاين قلم راواخيست او اټوګراف يې ورته وليکه بيا يې ورڅخه وپوښتل : غواړم د خپل اټوګراف په پاى کې هجرى تاريخ وليکم ، نن څوم هجري تاريخ دى ؟
مسلمان ليکوال سترګې ښکته واچولې او د شرم څخه يې هيڅ ځواب ورنکړ ـ
ټاين د خپل اټوګراف د لاندى هجري تاريخ وليکه بيا مسکې شو او هغه ته يې وکتل او ورته يې وويل :
دلته دا څو ورځې په دى کنفرانس کې د اسلام د راتلونکي او اسلامي تاريخ په هکله په ډير زور او شور سره تقريرونه او بيانونه وشول خو هغه خلک به څه تاريخ جوړ کړي چا ته چې خپل تاريخ هم معلوم نه وي ـ تاريخ په خبرو نه په عمل جوړيږي ـ
موږ هم که غواړو چې تاريخ جوړ کړو نو لومړى بايد د خپل تاريخ نه خبر شو او وروسته د تاريخ جوړولو په فکر کې شو.