کابل ټکی کام (شنبه، ۶ کب ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، امریکا روزلي افغان کومانډويان د پوتین لپاره په جګړه بوخت دي.
د مييډل ايسټ مانيټور خپرونې تر دې سرلیک لاندې چې (د امریکا له لوري روزل شوي افغان کومانډويان د پوتین لپاره جنګېږي) لیکنه خپره کړې ده.
پر اوکراین د روسیې له یرغله لږ وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې هغه ځانګړي افغان ځواکونه، چې د طالبانو پر ضد جنګېدل، د اوکراین په ګټه د ماریوپول ښار په جګړه کې جنګېږي.
خو اوس داسې راپورونه ترلاسه شوي چې هماغه ځانګړي یا کومانډو ځواکونه د روسیې په ګټه په جګړه کې ښکېل دي.
خپرونه وايي، سره له دې چې امریکا پر افغان کومانډو ځواکونو سلګونه میلیارد ډالره لګولي، دا ځواکونه اوس د اوکراین په جګړه کې د هغو روسي ملېشو ترڅنګ جنګېږي چې په واګنر ډلې مشهوره دي.
د افغانستان د شل کلنې جګړې په ترڅ کې امریکايي او بریتانیايي پوځیانو د افغان کومانډو او نورو ځواکونو پر روزلو، تجهیزولو او تمویلولو ډېر لګښت وکړ څو له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو په وړاندې د افغانستان حکومت وساتي.
ميډل ايسټ مانيټور خپرونه وايي چې، افغان کومانډو تر نورو افغان ځواکونو ښه روزل شوي دي خو، په عین حال کې د سي آی اې له لوري ځینې روزل شوې افغان قطعې د غیرقانوني وژنو او قانون ته د نه اطاعت په خاطر بدنام وو.
خپرونه لیکي، کله چې په ۲۰۲۱ کې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، د ۲۰ زره او ۳۰ زره ترمنځ کومانډو ځواکونه پاتې شول چې د طالبانو له لوري تعقیبېدل.
د ګڼو راپورونو لهمخې، دا افغان کومانډو ځواکونه ایران ته وتښتېدل او هلته د واګنر په نوم د روسیې د ملېشه ډلې له لوري د ښه معاش او روسیې ته د هغو د کورنۍ د غړیو د لېږدولو په وعدو جلب و جذب شول.
خپرونه زیاتوي، د اوکراین د جګړې په لومړیو کې په واګنر ډلې پورې اړوندو ټلېګرام چاینلونو د امریکا له لوري د افغان اردو لپاره د رانیولو هیلي کوپترونو ویډیوګانې خپرې کړې چې د اوکراین پوځ ورڅخه کار اخلي.
خو اوس چې بخموت سیمه د روسي ځواکونو لپاره د جبهې لومړۍ کرښه ده، واګنر ډله په ټلېګرام چاینل کې د افغان کومانډو ځواکونو د استخدامولو اعلانونه کوي.
















