د اروپايي ټولني استازو په کندهار کي دبهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱کب ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن او د یادې ټولنې د پلاوي رئیسې رافیلا ایوډېس کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو چارو له وزيرمولوي امیرخان متقي سره په داسي حال کې وکتل چې د کندهار مرستال والي هم حضور درلود.
په دې لیدنه کې ښاغلي متقي د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څخه مننه وکړه او زياته یې کړه، چې د افغانستان او اروپايي ټولنې د نږدې کېدو له پاره دې لا زياتې هلې ځلې وشي او يادونه یې وکړه چې اروپايي هيوادونه دې وهڅول شي تر څو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانيزي.
توماس نیکلاسن او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا په راتګ سره د بشپړ امنیت د خوندي کېدو او د فساد په وړاندي د کلکي مبارزې ستاینه وکړه او زياته یې کړه، چې نړیوالو هم پر دې اعتراف کړی، چږ د ا.ا.ا. په راتګ سره په افغانستان کې امنیت ډاډمن شوی او د فساد پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو، بشري مرستې به دوام ولري او د افغانستان مثبت انځور به نړیوالو ته ورسوو.



