لیکوال م حمادافغان شیرزاد
نن د حوت لسمه نیټه د افغانانو د دوه سترو او ویاړلو کارنامو ورځ ده، ۲۲ کال وړاندې په همدې ورځ افغانانو په شاهي کوټ کې د امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد پیل د شهید اتل مولوي سیف الرحمن منصور په مشرۍ کې وکړ او بیا درې کاله وړاندې د حوت په لسمه دوحه کې اسلامي امارت د هماغه اشغالګرو سره د هغوی د ماتې او د افغانستان د آزادۍ تړون لاسلیک کړ.
په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو پر وړاندې تعرضي مبارزه او جهاد هم د حوت پر لسمه د پکتیا ولایت د شاهي کوټ په غرونو کې پیل شو، د شاهي کوټ معرکې هغه وخت کفر او اشغالګرو ته وښودله چې دلته قوي عزم، متینه اراده او د آزادۍ روحیه ژوندۍ ده، هغه معرکې دا ورته په ډاګه کړه چې دا ولس که هر څومره د مادي قوت له پلوه کمزوری دی؛ خو ایماني قوت یې لا هم په ولولو کې دی او د مبارزې پیل یې د کفر د ماتې په هیله و، چې الحمدلله عملي جامه یې شل کاله وروسته په هماغه لسم د حوت ورته واغوستل شوه.
هغه وخت چې ټوله دنیا په دې تصور وه چې اسلامي امارت/ طالبان نور د ځمکې له مخ ورک شول، بیا به د افغانستان پر فضاء د یادې ډلې نوم وانخیستل شي او یا هم دا تصور شتون لرلو چې نور به د امریکا پر وړاندې دلته څوک ونه دریږي، ځکه امریکا د وخت یو آبر قدرت او د دنیا پر پرمختللې ټیکنالوژۍ سمباله وه، خو هغه وخت د شاهي کوټ معرکې د کفر او د نیاوالو دا تصور له خاورو سره خاورې کړ او دغه معرکې وښودله چې د امریکا کامیابي دلته ناشونې ده.
د شل کالو جهاد، مبارزې، قربانیو او غښتلي قوي عزم او ارادې کفر دې ته مجبوره کړ چې نور دلته د زور او جبر له خبرو تیر شي او وسله پر ځمکه کیږدي، نو د مذاکراتو میز ته کیناستل او د حوت په لسمه د آزادۍ او د اشغال د ماتې تړون لاسلیک شو او افغانانو یو ځل بیا ویاړ او افتخار تر لاسه کړ.


















