کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲، کب، ۱۴۰۱ل)
په اسلام آباد کې د افغانستان سفير ، د متحدو عربي اماراتو له سفیر حماد عبید ابراهیم الزابي سره په کتنه کې د کابل او ابوظبۍ ترمنځ د مخ پر ودې تعاملاتو او په تمدید شويو افغاني پاسپورټونو کې د متحدو عربي اماراتو د ويزو پر ستونزو خبرې کړي او له نړۍ سره يې د متقابل درناوي پر بنسټ د مثبتو تعاملاتو په برخه کې د افغانستان د سرپرست حکومت لېوالتیا څرګنده کړه. ابراهيم الزابي په افغانستان کې ثبات د سیمې د ثبات په معنی ياد کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د افغانستان ثبات لپاره ځان ژمن ګڼي.


















