هند؛ محکمې يو تورن کس ته امر کړی چې ۲۱ ورځې به لمنځونه په جومات کې کوي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۱۲ کب، ۱۴۰۱ل)
د هند په مهاراشټر ایالت کې یوه ځايي قاضي په کوڅه کې د شخړې یوه تورن کس ته امر کړی، چې ۲۱ ورځې به ټول پنځه لمونځونه په جومات کې ادا کوي.
قاضي “تیجونت سینګ سندهو” تورن کس رؤف عمر خان ته دغه راز امر کړی، چې باید د نژدې جومات مخې ته دوه نیالګي کېنوي او پالنه یې وکړي.
د یادونې ده چې ښاغلي خان ته دا سزا په لویه لار کې د شخړې پر مهال د یوه بل کس د ټپي کولو له کبله ورکړل شوې ده.
قاضي د کرنې او اوبو لګولو ځايي ادارې ته ویلي چې باید د محکمې امر پلي کول وڅاري او که اړتیا پېښه شي، کولای شي له پولیسو هم مرسته وغواړي.
د محکمې پرېکړه کې ویل شوي، تورن کس محکمې ته ویلي چې بیوزلی دی او د کورنۍ لپاره د عاید موندلو مسوولیت لري.
محکمې دغه راز ویلي تورن کس اعتراف کړی چې متدین مسلمان دی او د لمانځه فرضیت مني، خو په خبره یې د وخت لږوالي له کبله نه شي کولای لمونځونه وکړي.
قاضي وايي، دې ته په کتو سره یې امر کړی، چې تورن کس باید ټول لمونځونه په جومات کې ادا کړي.
د شخړې او تاو تریخوالي دا پېښه د ۲۰۱۰ کال اپریل کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د ښاغلي خان رکشه له یوه ولاړ موټر سايکل سره ټکر شوه او د دواړو کسانو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه.
د ځايي پولیسو په رپوټ کې ویل شوي چې رؤف خان له مقابل لوري سره بد چلن کړی، وهلی، ډبولی یې دی چې له کبله یې د موټر سایکل څښتن ټپي شوی و.
د پرېکړې په هکله ځايي څارنواله نسرین میمن وايي، قاضي د تورن کس اصلاح لپاره دا پرېکړه کړې.



