کابل ټکی کام ۲۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د (ټاس) خبري اژانس د خبر له مخې چې د مصر هېواد په کفرالشیخ نومي ولایت کې یو جومات غورځېدلی دی.
خبر وایي چې د یاد جومات د جوړېدو چارې لا په بشپړه توګه نه وې پوره شوې.
یاد اژانس د ځايي رسنیو له قوله لیکلي دي، چې په یاده پېښه کې ۱ تن وژل شوی، او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.
















