د هندوستان مظلوم مسلمانان یو بل محمد بن قاسم ته سترګې پر لاره دي

لیکنه: م. الهام

که څه هم هندوستان کې مسلمانان له پیړیو- پیړیو راهیسې ربړول کېږي؛ خو له کله چې د مودي په مشرۍ هندو قوم پرست، نیشنلست او متعصب ګوند د واګو چارې په لاسونو کې اخیستي نو له مسلمانانو نیمه ازادي هم اخیستل شوې ده او ورځ تر بلې په مظلومو مسلمانانو د ژوند کړۍ تنګیږي یوازې بابري جومات نه ده، چې کلونه وړاندې ونړول شو او پر ځای یې د هندوانو معبد ونیوه بلکې هره ورځ د داسې ډېرو بوږنوونکو پېښو شاهدان یو.
هندوستان یو د هغو هیوادونو په ډله کې ده چې پر نوم “دیموکراسي” خو لري؛ خو په عمل کې بیا داسې نه دي. “الجزیرې نړیوالې تلویزیونې شبکې” په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په هندوستان کې په مسلمانانو د ژوند کړۍ تنګه شوې ده، له ډېرو یې شناختي کارډونه اخیستل شوي، لسګونه جوماتونه یې نړول شوي، او په زور او زبردستۍ د اسلام پرېښودلو ته اړ ایستل کیږي، د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه مسلمانان دا مهال په زندانونو کې د ژوند شپې- ورځې تیروي. هندوان یې په کورونو حملې کوي پیغلې یې تښتوي او جنسي تیري پرې کوي.
یوې هندۍ میرمنې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې تر تښتول کېدو وروسته پرې بیا، بیا جنسي تیری شوی او بیا د بې هوشۍ په حالت کې په یوې داسې دښته کې غورځول شوې چې له ښاره سلګونه کلیومتره لرې وه او په خبره یې کله چې په هوش راغله تلیفون هم ترې اخیستل شوی و په ډیره سختۍ تر ښاره ورسیده او د پولیسو مرکز ته ورغله؛ خو هغوي د دې پر ځای چې مرسته ورسره وکړي ملنډې یې پرې ووهلې.
بله دردناکه فضیه چې دا مهال هندي مسلمانان ورسره مخ دي هغه په ښونځیو او تعلیمي ادارو کې د حجاب مسئله ده هندۍ مسلمانې زده کوونکې اجازه نلري چې په تعلیمي ادارو، کارخونو او روغتونونو کې حجاب پر سر کړي.
خو د هندوستاني حکومت له دې ټولو جنایتونو سره- سره غربي نړۍ چې تل یې د بشري حقونو د ساتنې درواغجن شعارونه بدرګه کړي د هندوانو په جنایتونو خاموشه پاتې دي.
یوه بله هندۍ مسلمانه خور بیا د اسلامي نړۍ په واکمنانو غږ کوي، چې د دوي غږ دې واوري او د هندوانو له ظلمونو دې وژغوري؛ خو متأسفانه چې د اسلامي نړۍ واکمنان بې حیسه شوي، د خپلو ګټو او د خپلو واکمنیو د ساتنې په موخه ترې له هندوستاني مظلومو مسلمانانو د ژغورنې تمه نه شي کیدای.
صدام حسین، معمرالقذافي، ذولفقار علي بوټو او شهید جنرال ضیاءالحق په خاورو کې دي اسلامي نړۍ کوم واحد قیادت نه لري د اسلامي نړۍ اوسني واکمنان یوازې او یوازې خپلو ګټو پسې ګرځي😭
په دې هیله چې اسلامي نړۍ کې یو واحد قیادت رامنځته شي د حجاج بن یوسف رحمه الله په څېر یو قاطع انسان واګې تر ګوتو کړي او بیا یو بل محمد بن قاسم را پیدا شي د هندي مسلمانانو په ګډون د نړۍ په لر او بر کې د مسلمانانو دفاع ته ور ودانګي.
په همدې هیله…
یادونه: کابل ټکی کام کې خپریدونکې لیکنې د لیکوال خپل نظر دی او د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

مربوطه مطالب

Back to top button