د افغانانو یوه لویه نېکمرغې داده چې په هرډول حالاتو کې يې ترټولو زیاته اغېزناکه او مخوره طبقه دینی علماء او ترهرڅه دروند او سپېڅلی ارزښت يې اسلام دی. ددې خصوصیت شتون زموږ هېواد ته خورا ډېره ګټه کړې او د تېروڅوارلسو پېړيو په اوږدوکې يې همېشه ددې هېواد خپلواکي اوملي وحدت تضمین کړی دی ، دا په حقیقت کې هغه لوی ځواک دی چې که ډېر مخکې نه، فقط یوه پېړۍ شاته ولاړ شو نو په څرګنده معلومېږي چې موږ له بریتانوي ښکېلاکه دهمدې تکبیر نارې او دینی علماؤ دقیادت له برکته آزاد شوي یو ، دکمونیزم له سره کفره په همدې وسيله راخلاص او بیاهم دصلیبی اشرله شل کلن اشغاله داسلام دسپېڅلې داعیې او مخلصو ایماندارو شازلمیو په سرښندنو بریمن راوتلي یو .دغه خصوصیت که له یوې خوا دافغان مؤمن ملت دسعادت نښه ده ، بل پلو يې دیني قیادت ته هم خورا سترمسؤلیت ورپه غاړه کړی دی ، البته دیني قیادت بیا هغه مهال خپل نوموړی مکلفیت په ښه ډول ترسره کولی شی چې خپل منځي وحدت او همغږي ولري خو ترڅنګ يې دې ټکي ته هم پاملرنه په کار ده چې دعلماؤ وحدت او همغږي هم څه اسانه اوساده خبره نه ده، وجه داده چې علماء هریو خپل جلا جلا نظر او اجتهاد لري او له بشپړو، قانع کوونکو او معقولو دلایلو پرته له چا سره په لاره نه ځي . مطلب دا چې دافغان هېواد برخلیک ټاکونکې طبقه دینی علماء او ددې پاک زړي مسلمان ملت راغونډونکي ، تنظيمونکي اوخوځونکي هم همدغه روحانی قشر دی، خو دا واقعیت له پامه غورځول نه دي په کار چې د یادې طبقې اختلاف اوبې نظمي هم ددې ملت لپاره خالص وژونکی زهر دی، اوس که له تېرو دېرشو کلو راهیسې دخپل هېواد پرحالاتو سرسري نظر و اچوو نو په ډاګه راڅرګندیږې چې زموږ په دیني قیادت کې دنسبي وحدت اوهمغږۍ له برکته لومړي سرکې هېواد له خپل سرۍ،تجزیې ، قومي ګوند یو او شرو فساده وژغورل شو اوبل وار بیا دهمدې اتحاد او یوه متحد صف پرمټ د ګردې نړۍ له خورا ځواکمنو لښکرو سره داسې زوروره تاریخي مقابله شوه چې غالباْ په تاریخ کې به یې مثالونه ډېر کم وي. بناء پردې ویلی شو چې بریا دصف یووالي کې ده او ترهغو چې زموږ یاده اغېزمنه طبقه سره یوموټې او متحده وي، همدغسې تاريخي بریاوې به ترلاسه کوو، هېواد به خپلواک ،خلک پرځان بسیا او نظام به مستحکم وي، خوخدای دې نه کړي که زموږ په دیني قیادت کې خپل منځي نا باوري منځ ته راشي نو بیا په هیڅ صورت دبریا او پرمختګ هیله نه شي کېدي. دا وحدت بیا یوازې او یوازې دمشورې پرمټ ترلاسه کېدی شي،ځکه زموږ ټول دیني نصوص پرهمدې مضمون ټینګار کوي او څښتن تعالی هم خپل پيغمبرته سپارښتنه کړې چې پرځان دخلکو راغونډولو اوله اختلاف او افتراقه دژغورلو لپاره باید عفو وکړي، بښنه ورته وغواړي او مشوره ورسره وکړي.
په دې اساس معلومه ده چې دصف داتحاد لپاره مشوره خورا ډېره ضروري ده اوباید موږ هريو دا ومنو چې که مشوره نه وي او دنظام مهمو موضوعاتو او پرېکړو کې له دينی علماؤ سره مشوره ونه شي او هغوی ته قناعت ورنه کړی شي، نارضايتي اوبې اعتمادي به ورو ورو زیاته او د نظام پياوړی ځواک به ترډېره راکم شي، لنډه دا چې اوسني واکمن مشران هم باید له تاریخه عبرت واخلي، له کبراو غروره په کلکه ځان وساتي ، مؤمنانوته خپل وزر ښکته وساتي، دسیاست او نظام په چاروکې ماهر و او پوهېدونکو اشخاصو مشورې واوري، ومني او ځان سره يې مله کړي، موږ باید هيڅکله دخپلو مبارزو شهيدانو قربانۍ له یاده ونه باسو اوهغه ستونزې تل په ياد ولرو چې داشغال په زمانه کې ډېرو خلکو راسره زغملې دي. راځئ په ګډه شپه ورځ فکروکړو چې په کومو لارو چارو اومناسبو تدابیرو خپل نظام ته ثبات اوبقا ترلاسه کولی شو، دا زموږ ټولو شریک مسؤلیت دی.