کابل ټکی کام ۲۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د پاکستان پایتخت کې د نا مالومو کسانو له لورې وتښتول شو، افغان حکومت یې په غبرګون په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
که څه هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زاخېلوال یې د خلاصونې په اړه له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته کړي دي، او زاخېلوال هیله ښودلې وه، چې په نږدې ورځو کې تښتول شوی والي، را خلاص شي، خو بیا هم افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د یادولو ده چې پاکستاني پولیسو تېره ورځ د وحیدي د موندنې په اړه د کامیابو هڅو خبر هم ور کړی وو، خو لا هم د هغه د ځای ځایګي پیدا کولو کې پولیسو کوم خاص پرمختګ نه دی کړی.















