« سرليکنه »
د امريکا د استخباراتو د سازمان مشر جيمز کلپسن په واشنګټن کې د سنا د مجلس په غونډه کې دافغانستان په تېرو او راتلونکو حالاتو معلومات ورکول ، چې په افغانستان کې يې د روانو نا امنيو د کنترول او وضعې د عادي کولو لپاره د خپلو پوځونو قوماندان جنرال کمبل ماموريت هم و ستايه ، ويې ويل:
افغانستان د زياتو کړکيچونو تر پولو واوړيده ؛ خو لا اوس هم ورته زياتې ستونزې په مخ کې پرتې دي ، چې کيدای شي د ۲۰۱۶ز کال په اوږدو کې د ناامنيو له امله ستونزې زياتې او افغانستان له سقوط سره مخ شي.
د مخه به امريکايي چارواکو دا ډول راپورونو چې د هېواد زياتې برخې د کنترول څخه وتي او د نووبريدونو زياتوالی به يې د ژمي په تېرېدو او د ګرمۍ تر موسم پورې تاړه . د تيرو کلونو په نسبت يې وينا بل ډول وه ، په تېرو کلونو کې به يې يواځې په څو سيمو او ولاياتو دجګړو او بريدو د زياتوالي وينا کوله ؛ خو اوس يې د ټول هېواد دسياسي سقوط خبرداری ورکړ .
د زور واکو او په ځانګړي ډول دکفري هېوادونو پاليسي که په خپلو کې يو د بل سره مخالفه او د خپلو ګټو لپاره د سياليو په پاللو بېلابېلې لارې لري ؛ خو اسلامي نړۍ ته په پاليسۍ کې کاملا يوالی لري ، چې د اسلامي هېوادونو تر اثر لاندې واکمن او سياسي مشران تل په خپلو کې بې باوره او ځان ته اړ ساتي ، ترڅو د غلامۍ له ژغه سرغړونه ونه کړي .
په جنوبي کوريا ، منځني ختيځ ، خليج ، اسيايي هېوادونو او د امريکې په لاس کېنول شوو او واک ته رسول شوو اشخاصو ترمنځ تل د بې باورۍ فضا ساتي او د اړتيا پرمهال چې د ګټو د لاس ته راوړلو لوری بدل کړي د نظام په سقوط سره بل نوي نظام او واکمن ته د کاميابيو شنه څراغونه ښکاره کړي .
په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان حالات زمونږ په وړاندې دي ؛ د سردار محمد داؤد خان په خلاف کودتا او بيا کمونستي غلامان په خپلوکې بې باوره کول ، يو پربل وژل او دکودتا په صورت کې يې نظام ړنګول زمونږ تر سترګو تېرشول .
له بلې خوا لکه چې يادونه مو وکړه کفري هېوادونه د مسلمانانو په وړاندې په پاليسۍ سره په پوره يوالي ثبوت دجهاد په دوران کې ديوه هېواد او مقدس اسلام ته ساتنې په موخه جهادي ګوندونه په خپلو کې څومره بې باوره او يو له بله په يوه او بله نامه بېل کړل شول بيا همدغه جهادي ګوندونو څومرې جګړې په خپلو کې وکړې ، چې ترکودتا ورسيدل .
اوس که جيمز کلپسن په افغانستان کې د سياسي سقوط وينا کوي دخپلې پاليسۍ له پلوه د هغه خبره پرځای ده ، چې د موجوده ادارې په خلاف دکودتا امکان هم شته لکه څرنګه چې ترکي، حفيظ الله امين ، ببرک کارمل دکودتا په صورت کې له منځه يووړل شول ،داحال دموجوده واکمنو هم کيدی شي.
جيمزکلپسن ته به دا څرګنده شوي وي ،چې دملي يوالي په حکومت کې چې د جان کيري په لاس جوړ شوی دی هغه ګټې به پکې نشي ترلاسه کولای کومې چې يې په نظر کې نيولې وې ؛ ځکه خو دسياسي سقوط وينا کوي او سياسي سقوط دکودتا دخطر ځنګ دی ، چې د کلپسن لخوا موجوده ادارې ته ووهل شو.
















