کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار اړوند په دهمزنګ سيمه يو تن له ۶ کړۍ چسپکي ماینونو سره یو ځای نيولی دی.
د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف مدیریت ځیرکو ځواکونو له لوري د یو کشفي راپور پر بنسټ د کابل په دهمزنګ ساحه کې یو تن له شپږ ۶ کړۍ چسپکي ماینونو سره يوځای نيول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي ، له نوموړي کس څخه ۲ تفنګچې هم نيول شوي دي.
دفاع وزارت وايي، نوموړی کس به له تحقیقاتو څخه وروسته اړوند مراجعو ته وسپارل شي.


















