عبدالرحمن فدا په دُبۍ کې د افغانستان نوی قونسل و ټاکل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د مخکني قونسل د ګوښه‌کیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې دندې لپاره یې عبدالرحمن فدا ټاکلی دی.

دغه وزارت وړمه ورځ (یکشنبه د حوت ۲۱مه) په یو مکتوب کې ویلي عبدالرحمن فدا په متحده عربي امارتو کې د افغانستان قونسل ټاکل شوی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت لخوا په دې خپاره‌شوي لیک راغلي چې له دې وروسته به تر بلې خبرتیا پورې عبدالرحمن فدا په دُبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ مسوول وي.

په دغه مکتوب کې د افغانستان د مخکني قونسل، مسعود احمد عزیزي د ګوښه‌کېدو لامل د هغه د دندې پایته‌رسېدل بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې اسلامي امارت په ترکیه کې د افغانستان پخواني قونسل او په ایران کې د افغانستان سفیر د ګوښه‌کولو اعلان وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button