تخار: په يوې ترافيکي پېښه کې ۱۶ کان کيندونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ حوت، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې ، په تخار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۶ کان کیندونکی وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ځينو سرچينو په ياده پېښه کې د ۲۲ تنو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

خو ځايي طالب چارواکو تردې مخکې په دې پېښه کې د ۱۶ کسانو د وژل کیدو او ۵ نورو ژوبل کیدو راپور ورکړی و.

دا پېښه نن چهارشنبه (کب ٢٤مه) د تخار ولايت د چاه آب ولسوالۍ په (انجير کلي) کې هغه مهال رامنځته شوه، چې کان‌کېندونکي په يوه پیکپ موټر کې د سرو زرو د (پستې کان) ته روان ول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه موټر کې (۲۵) تنه کان کیندونکي سپاره ول.

چارواکي وايي، د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې‌پروایي د دغې خونړۍ پېښې لامل شوې ده.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي ویلي،‌ په ټپیانو کې “دوو روغتیایي حالت ښه نه دی.”

مربوطه مطالب

Back to top button