کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ حوت، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ایران ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د اقتصادي_سوداګریزو اړیکو پر ټینګښت، ترانزیت، اقتصاديهمکاریو او پانګونې خبرې کړي دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې نورالدین عزیزي ایران هېواد ته د سفر په ترڅ کې له اسلام قلعه او دوغارون سرحدونو څخه لیدنه کړې.
یاد وزارت په په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې، ښاغلي عزیزي د ایران د سرحدي ادارو له مسولینو سره د ۲۴ساعته خدمتونو په رامنځته کولو او د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په تړاو خبرې کړي او دغه راز يې د ګډو سوداګریزو زونونو د جوړولو د امکاناتو په اړه سلا مشورې کړي دي.
په دې کتنه کې د غير ضروري لګښتونو د له منځه وړلو او د موټرو د تګ راتګ د اسانتيا په اړه هم خبرې وشوې.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر پرون مازیګر د سیستان او بلوچستان له سوداګرو او اقتصادی فعالانو سره په کتنه کښې چې په دغه ولایت کښې جوړه شوې وه څرګنده کړه: د ایران او افغانستان ترمینځ د اقتصادی او تجارتی ملګرتیاو ظرفیتونه او زمینې پراخې او تجارتی اړیکې باید زیاتې شي.
عزيزي وویل: موږ له ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا او زیاتوالي په لټه کې یو او هڅه مو دا ده چې ګډ اقتصادي فعالیتونه ولرو. موږ نږدې ګاونډیان یو او ګډه پوله لرو، په یوه ژبه خبرې کوو، یو شان کلتور لرو، یو شان دین او وروڼه یو او یو له بل سره ډېر مشترکات لرو.


















