ارګ کې د نوي جامع جومات د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۱ل)
په ارګ کې د نوي جامع جومات د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دغو مراسمو کې د افغان حکومت د لومړي وزیر “ملا محمد حسن آخند” په ګډون ګڼ شمېر چارواکو برخه اخیستې وه.
د شنې ساحې په ګډون ددغه جومات لپاره ۱۰۶۰ متره مربع ځمکه په پام کې نیول شوې ده، چې پر ۶۲۷ متره مربع یې یوازې د جومات ودانۍ جوړېږي.
په دغه جومات کې کتابتون، د یخو او ګرمو اوبو سېستم، مرکزګرمي، انټرنېټ، د غږ کنټرولولو خونه او د تدریس ځای هم په پام کې نیول شوي دي.
یاد جومات به یوه لویه ګنبده او څلور منارونه ولري او پر یو وخت به پکې۱۵۰۰ لمونځ کوونکي ځایېږي.
ټاکل شوې چې ددغه جامع جومات د رغولو چارې به په یوه کال کې بشپړې شي، چې تر ډېره به پکې له لومړۍ درجه کورنیو ودانیزو موادو لکه د هرات د چشت شریف له مرمرو، د هلمند له رخامو، د میدان وردګو له ډبرو او د کونړ او نورستان له لرګي کار واخیستل شي.



