د کابل – جلال اباد پر لويه لار ترافيکي پېښه کې ۲ تنه وژل شوي ۵ نور ټپيان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ حوت، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د کابل – جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولايت د ترافيکو مدير حبيب الله مبارز وايي، چې دا پېښه پرون (چهارشنبه د وږي په ٢٤مه) د کفترخان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دوه “کرولا” ډوله موټر له يو بل سره ټکر کړى، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د کابل – جلال اباد پر لویه لاره ډېری وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button