کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ حوت، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، وروسته له دې د موبایل (ګرځنده ټيلیفون) پلورونکي مکلف دي چې د موبایل د پلور پر مهال د اخیستونکي معلومات په ځانګړي رسمي فورم کې ثبت او راجسټر کړي.
د کورنيو چارو وزارت د انتک ریاست مسئولينو د لا ښه نظم د تامین او د جرایمو د مخنیوي لپاره د موبایل پلورونکو د اتحادیې سره په ناسته کې د موبایل هر ډول پير او پلور د اصولو تابع وګرځوه.
د کورنيو چارو وزارت په خبرتيا کې ليکلي، په دې ناسته کې هوکړه شوې، چې وروسته تر دې باید د موبایل د پلور پر مهال د اخیستونکي بشپړ معلومات ځانګړې فورمې کې ورسول شي او د موبايل ځانګړی IME نمبر د مشخص اخیستونکي په نوم ثبت شي تر څو په دې برخه کې د هر ډول بې مسئولیتیو مخه ونیول شي.
د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست د رسمي هدایاتو له مخې موبایل پلورونکي او اخیستونکي د پیر او پلور پر مهال د ځانګړي فورم په ډکولو مکلف دي او ددې چارې نه ترسره کول به قانوني سرغړونه وي چې جدي چلند به یې پر وړاندې وشي.
















