سراج الدین حقاني: د نجونو پر تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ حوت، ۱۴۰۱ل)

‏د راپورونو له مخې ، د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره د ليدنې پرمهال ويلي، چې د نجونو پر تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.

ښاغلي حقاني د اماراتو علماوو له پلاوي سره د هېواد په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو خبرې کړي دي.

تر څنګ يې خليفه صېب وويل چې مونږ له نړۍ سره د غوره اړيکو غوښتونکي يو او په دې برخه کې مو مثبت ګامونه هم اخيستي،افغانستان د نړۍ يوه  ستراتېژيکه کتله ده او نړۍ بايد د افغانستان سره د تعامل په برخه کې دوه مخې پاليسي ونه لوبوي چې دا د ټولې سيمې په تاوان تمامېږي.

خليفه صېب یاد پلاوي ته د نجونو د تعلیم په اړه ويلي: د اسلام مقدس دین شرعي تعلیم پرنارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض كړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.

ښاغلي عمر حبتور الدرعي وویل: افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې چې مونږ کوم مثبت پيغامونه وليدل هغه به تر نوري نړۍ پوري هم رسوو.

مربوطه مطالب

Back to top button